الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى
داسی ذات دی چه پیدائش کړی دی نوبرابرکړی دی -
دا دلیلونه په تسبیح (دعویٰ باندی) دی دیته دلیل د ایجاد وئیلی شی اوپه دی کښی څلور امورذکرکړی دی اول خلق، او ظاهرداده چه ټول مخلوق مراد دی دوهم فَسَوَّى، تسویه د خلق احسان دهغی دی کوم چه ذکردی په سورة سجده (۹) کښی او مراد د احسان نه دهرڅیزبدن او اندامونه او اجزاء د هغی مناسب جوړول دی اوکله چه عدم تناسب ښکاری هغه خلاف عادت وی د نورو حکمتونو دپاره دریم (وَالَّذِي قَدَّرَ) په هرڅیزکښی دهغی مقدار او کیفیتونه او صفتونه په اندازه سره مقرر کول څلورم (فَهَدَى) دا هدایت عامه دی یعنی هریو څیزته دهغوی دژوند تیرولو د خوراک څښاک وغیره طریقی خودل دی