اَلطَّارِق ۱۷

فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا

نو مهلت ورکړه کافرانو لره مهلت ورکړه دوی لره لږه موده -

دا دعویٰ دسورة ده یعنی دوی دپاره عذاب دی لیکن لږ روستو دی (فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ) یعنی ددوی سره په دعوت کښی نرمی کوه او دعاءِ شرورته زر مه کوه په امید د ایمان راوړلو ددوی (أَمْهِلْهُمْ) یعنی هرکله چه دوی اونه منی نودوی دعذاب انتظار اوکړه لږه موده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل