اَلْاِنْفِطَار ۶

يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ

ای انسانه څه څیز دهوکه درکړی ده تاته په رب ستا چه عزت والا دی -

په دی کښی سخت زجردی اودابه ورته وئیلی شی ورځ دقیامت کښی یعنی هرکله چه خبرشی په جزاء د خپلو عملونو باندی نو افسوسونه به کوی نو ورته به اوئیلی شی چه ما غرَّک فی الدنیا - یا دا خطاب په دنیا کښی هرانسان گناهگار ته دی که کافردی او که گنهکار مسلمان دی (مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ) مراد د دهوکه کیدلو نه کفر او شرک او تکذیب او گناهونه کول دی په دی وجی او گمان سره چه اللّه تعالٰی عذاب زر نه ورکوی یاپه دی وجه سره چه دهغه صفت غفور او رحیم دی یاپه دی گمان سره چه اللّه تعالٰی ځما په حال علم نه لری یا په دی زعم چه اللّه تعالٰی هرحاجت په خپله نشی پوره کولی یا په دی وجی سره چه اللّه تعالٰی کریم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل