اَلْاِنْفِطَار ۷

الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ

داسی ذات دی چه پیدا کړی ئی ته نو برابر‌ ئی کړی نو نیغ قد والائی کړی -

په دی دواړه آیاتونو کښی تفصیل د کرم د اللّه تعالٰی دی (خَلَقَكَ) مراد ترینه پیدائش دی د خاورو او دنطفی نه لکه چه سورة عبس کښی تیرشو (فَسَوَّاكَ) پوره اندامونه او لاس اوخپی سترگی وغیره ئی برابر جوړ کړی دی (فَعَدَلَكَ) په تخفیف سره معنیٰ داده چه (ای انسانه) اړولی دی تالره هرصورت او شکل ته چه د اللّه تعالٰی خوښ دی یا تخفیف په معنیٰ د تشدید دی یعنی قدوقامت او اندامونه ئی معتدل جوړکړی دی نه ډیر دنگ او اوږد او نه ډیرلنډ (فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ) أَيِّ صُورَةٍ ، ښائسته شکل یا ناکاره، تور، سپین غنم رنگی یا مذکر یا مؤنث مشابه د پلاریا د مورسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل