اَلْاِنْفِطَار ۵

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ

پوهه به شی هرنفس په هغه عمل چه مخکښی ئی لیږلی دی او روستو ئی پریخودلی دی -

دا پنځم حال دی او جواب دی د اذَا او دعویٰ د سورة ده (عَلِمَتْ نَفْسٌ) فرق په مینځ د سورة تکویر (۱۴) او ددی آیت کښی دادی چه هلته عمل تفصیلی مراد دی ځکه چه هلته د صحیفو نشر او تقسیم هم ذکروؤ اوپه هغی سره علم تفصیلی حاصلیږی او دلته علم اجمالی مراد دی - دوهم فرق دادی چه په هغه سورت کښی د علم نه مراد علم د حقیقت دهغه عملونو دی چه انسان کړی دی هغه ښه دی او که ناکاره دی او دلته مراد دعلم نه علم د جزاء او حساب او د عاقبت د عملونو دی (مَا قَدَّمَتْ) نیک اعمالو ته اشاره ده (وَأَخَّرَتْ) ناکاره عملونه مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل