وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ
اوهرکله چه قبرونو والا به را اوچت کړی شی -
په دی کښی څلورم حال دی هغه دری حالات دوخت دفنا وؤ اودا حال د بعث بعدالموت دی اوپه دی کښی هم د ماقبل نه ترقی ده هلته صرف د موءَّده ذکروؤ اودلته ئی د ټولو اهل قبور بعث ذکرکړی دی (بُعْثِرَتْ) چه اونړلی شی او لاندی باندی کړی شی اومړی ترینه ژوندی را ویستلی شی -