اَلتَّکْوِیْر ۷

وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ

اوهرکله چه ارواح دبدنونو سره یوځای کړی شی -

ددی ځای نه هغه شپږ احوال ذکرکوی چه دبعث بعدالموت په وخت کښی دی نودا اول حال دی (زُوِّجَتْ) تقسیم به کړی شی دری قسمونو ته السابقون، اصحاب الیمین، اصحاب الشمال لکه چه سورة الواقعه (۷) کښی دی - دوهمه معنیٰ دا چه هرصفت او عمل والا خلق به دیوبل سره جمع کړی شی صالح به صالح سره اوفاجربه د فاجرسره یهود به یهودو سره نصاریٰ د نصاراؤ سره مجوس د مجوسوسره منافقان به د منافقانوسره - دریمه معنیٰ داده چه ارواح به د ابدانو (بدنونو) سره یوځای شی او داد بعث معنیٰ ده اودا قول ابن کثیردډیرو سلفو نه نقل کړی دی اودا دلیل دی چه ددغه وخت نه مخکښی په برزخ کښی روح په بدن کښی نه دی داخل کړی شوی په داسی طریقی سره چه حقیقی ژوند ترینه جوړ شی او ددی تحقیق په سورة زمر (۴۲) کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل