اَلتَّکْوِیْر ۶

وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ

او هرکله چه دریابونه ډک کړی شی -

دا شپږم حال دی (سُجِّرَتْ) ډک به کړیشی د اوبونه نو ټولی اوبه به دیو بل سره یوځای کړی شی او ددوی د مینځ به پرده (برزخ) لری کړی شی نوبیا به په مخ د ځمکی باندی اوبیولی شی - بله معنیٰ دا چه په دریابونو باندی به اور بل کړی شی ځکه چه په حدیث د ابوداؤد کښی وارد دی چه ان تحت البحرناراً، لاندی د سمندر نه اور دی (یعنی تیل او پټرول دی دابه ټول اورشی) او سورة طور (۶) کښی همداسی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل