وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ
اوهرکله چه ځنگلی ځناور را جمع کړی شی -
دا پنځم حال دی (وَإِذَا الْوُحُوشُ) هغه ځناور چه د انسانانو نه تیخته کوی یعنی صحرائی ځناور لیکن دډیر هیبت دوجی نه به انسانانو ته نزدی جمع کړی شی (حُشِرَتْ) حشر جمع کیدلو ته وئیلی شی لکه حشرناعلیهم کل شی قبلاً سورة انعام (۱۱۱) او الطیرمحشورة او دارنگ په سورة انعام (۳۸) کښی معنیٰ دا چه دغه صحرائی ځناور به را جمع کړی شی مخکښی دمرگ دهغوی نه د هیبت دوجی نه نوبیا به مړه کړی شی اودغه مراد دی په قول د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی چه حشر د وحوشو مرگ دهغوی دی -