اَلتَّکْوِیْر ۴

وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ

او هرکله چه د لسو میاشتو بلاربی اوښی آزادی پریخودلی شی -

دا څلورم حال دی (وَإِذَا الْعِشَارُ) عشار جمع د عشراء‌ ده هغه اوښه چه دهغی په حمل باندی لس میاشتی تیری شوی وی نودا د مالک په نیز ډیر محبوب مال وی او هغه ترینه هیڅ غفلت نه کوی انتظار کوی دهغه د بچی راوړلو (عُطِّلَتْ) یعنی مالکان به دهغی د ساتنی او د اوبو ورکولو او گیاه ورکولو نه غافل شی دډیر هیبت دوجی نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل