اَلتَّکْوِیْر ۸

وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ

اوهرکله چه د ژوندئ‌ خخی شوی کړی شوی په باره کښی تپوس اوکړی شی -

دا دوهم حال دی (الْمَوْءُودَةُ) جاهلیت والو به د عار (شرم) دوجی او د لوگی د وجی نه لونړه ژوندی په ځمکه کښی خخولی چابه خو په وخت د ولادت کښی داسی کول چابه دشپږو کالو عمرکښی داسی کول او دالوئ ظلم دی (سُئِلَتْ) داپه معنیٰ د سئلت عنها دی یعنی دهغی په باره کښی به دهغی نه د والدینوسره حساب کیږی چه په کوم گناه سره دا لور تاسو وژلی ده یا معنیٰ داده چه د موءَّ دی نه به تپوس کیدی شی لیکن تپوس ددی په اصل کښی توبیخ دی قاتلانوته لکه تپوس د عیسیٰ علیه السلام نه په اأنت قلت للناس آه سره چه هغه په اصل کښی توبیخ دی مشرکانو نصاریٰ ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل