فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا
نوصبر کوه فیصله د رب ستاته او مه منه خبره ددوی نه د گنهگار یا کفرکوؤنکی -
په دی آیت کښی پنځه اوامراو یونهی ذکرکوی دپاره ددعوت کوؤنکی په مقابله دشمنانو ددین کښی - اول صبر (په دین حق باندی کلک اوسیدل اوانتظار کول د حکم د اللّه تعالٰی چه امداد او فتح ده) دوهم د مخالفینو د اطاعت نه ځان ساتل (آثِمًا) منافق یا هغه چه کارونه د گناه کوی (أَوْ كَفُورًا) ښکاره کافر او مشرک اوهغه چه په زړه کښی کفرساتی داسی کسان د قرآن نه منع کول کوی شرک او مداهنت ته بلنه کوی نو ددوی خبره به نه منئ -