اَلدَّهْر ۲۵

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا

او یادوه نوم د رب ستا صبا او بیگاه -

په دی کښی دری اوامر ذکردی دپاره د تثبت په حق باندی هرکله چه د اثم او کفورنه مخالفت اوکړی شی - نو دهغوی د شرنه د بچ کیدلو دپاره دا علاج دی یعنی ذکر، تسبیح او سجده کول (وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ) په دی کښی اوقاتو د مونځونو ته اشاره ده (بُكْرَةً) د صبا مونځ (أَصِيلًا) د ظهراو عصر مونځ (وَمِنَ اللَّيْلِ) د ماښام ماسخوتن مونځ (وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا) دتهجد مونځ او مونځ کول ذکر د اللّه تعالٰی او تسبیح باندی مشتمل دی یا مراد دذکر نه عام دی په مونځ کښی دننه وی اوکه بهروی اوپه هروخت کښی یااللّه او یا رحمٰن او نور نومونه د اللّه تعالٰی یادول اوپه مصیبت کښی اللّه تعالٰی ته رامدد شه وئيل اود اللّه تعالٰی نه هروخت دعا غوښتل دا ټول په واذکراسم ربک کښی داخل دی - او بُكْرَةً وَأَصِيلًا ذکر ددوه طرفونو د ورځی دی اومراد ترینه ټول اوقات د ورځی دی (وَمِنَ اللَّيْلِ) حرف د مِنْ کښی اشاره ده چه ټوله شپه مونځ او ذکر نیشته بلکه په څه حصه د شپه کښی خوب کول هم شته دی (وَسَبِّحْهُ) مراد ددی نه په سجده کښی تسبیح وئیل دی یا عام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل