إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنْزِيلًا
یقیناً مونږ یو نازل کړی دی مونږ په تاباندی قرآن لږلږ نازول -
په دی آیت کښی ذکر دصدق دقران دی ربط ئی د مخکښی آیاتونو سره دادی چه هرکله احوال دقیامت ذکرشول نو اوس ذکرکوی چه دا تفصیلات حاصلیږی دقران نه چه د اللّه تعالٰی دطرف نه حق نازل کړی شوی کتاب دی اوپه دی کښی تسلی هم ده نبی ﷺ ته چه ددی حق کتاب په رسولو کښی به تکلیفونه راځی دهغی برداشت به کوی (تَنْزِيلًا) په دی کښی اشاره ده چه دقیامت حالات په قرآن کښی لږلږ په جداجدا سورتونو کښی ذکر کیږی دپاره د تذکیر -