وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا
اورا کاږه به وی په دوی باندی سوری دهغی او راکوز شوی به وی غونچکونه د هغی په را کوځیدلو -
(ظِلَالُهَا) سوری په جنت کښی د نمر دوجی نه نه دی بلکه داسی سوری چه په دنیا کښی صبا ختلو نه روستو د نمرخاته پوری وی او ها ضمیر اونو ته راجع دی (وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا) یعنی په حالت د ولاړی او ناستی او ملاستی کښی به دده په اشاره پسی روان وی او ازغی او لری والی به مانع نه وی -