مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا
تکیه به وهی په هغی کښی په پالنگونو باندی نه به وینی په هغی کښی گرمی او نه یخنی -
(شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا) مراد ددی نه گرمی او ډیره یخنی ده او دا دواړه حالات په کښی نیشته یا زمهریر سپوږمئ ته وئیلی شی نومراد ددی نه ورځ او شپه راتلل دی یعنی یو رنړا به همیشه وی نه به بدلیږی په شان دشپی او ورځی ددنیا -