وَيُطَافُ عَلَيْهِمْ بِآنِيَةٍ مِنْ فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا
او گرځولی به شی په دوی باندی لوخی د سپینو زرو او گلاسونه چه وی به شیشه -
داد خوراک څښاک حالات ذکرکوی (وَيُطَافُ) مجهول صیغی سره اشاره ده چه خادمان به ډیر قسمونه وی غِلمان او وِلدان او حوری وغیره (بِآنِيَةٍ) دا جمع د اناء ده اوددی جمع بیا اوانی راځی - (مِنْ فِضَّةٍ) دا یو قسم دجنت دی چه په هغی کښی به هرڅیز د سپینو زرو نه جوړ وی او بل قسم جنت هغه دی چه دهغی نعمتونه د سروزرو نه جوړ وی لکه زخرف (۷۱) کښی دی (وَأَكْوَابٍ) کوب داسی لوخی د څښلو ته وئیلی شی چه کړئ او سنت ئی نه وی لکه په شان د گلاسونو (كَانَتْ قَوَارِيرَا) یعنی صفائی او شفافت کښی په شان دشیشی وی قارورة هغه لوخی ته وئیلی شی چه د شیشی نه جوړ وی اوپه هغی کښی اوبه او خوراک قراری نیسی او مراد ددی نه دلته شیشی دی (قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ) په دی کښی جواب د وهم دی چه دا شیشی دی نوبیا خوبه زر ماتیږی اوبل دا چه دشیشی په اصل کښی توروالی دی؟ حاصل جواب دادی چه ددی اصل د سپینوزرو نه دی توروالی په کښی نیشته اگرچه صفائی او شفافت ئی د شیشی په شان دی یعنی دوه صفتونه متضاد په کښی په قدرت د اللّه تعالٰی سره جمع شوی دی (قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا) مراد دتقدیر نه دادی چه نه به ددوی نه زیاتی کیږی او نه به کمیږی او نه هغه لوخی ډیر درانه دی او نه ډیر سپک دی په مقدار د ارادی ددوی او د موړوالی ددوی به وی -