وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ
اود هری پلیتئ نه ډډه اوکړه -
دا بل ادب دی (وَالرُّجْزَ) په معنیٰ داصنامو دی نومراد ترینه عبادت دهغوی دی یا رجزپه معنیٰ دشرک دی یا په معنیٰ دگناه سره دی یا په معنیٰ دعذاب دی په حذف دمضاف سره یعنی الرجز نو معنیٰ داچه د اسبابو د عذاب نه ځان بچ ساته یامراد ددی نه اهل الرجز دی لکه چه سورة مزمل (۱۰) کښی دهغوی په هجران باندی امرشوی دی اودی ته براء وئیلی شی نوپه ایمان کښی ولاء او براء په شرعی طریقی سره ضروری ده او شاره ده چه داعی له په کار ده چه هرقسم ناکاره ملگرو او ناکاره مجلسونو او اسباب د معصیت نه ځان بچ اوساتی -