وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ
او مه اچوه احسان چه ډیر کار گنړی -
دا بل ادب دی ددی جملی به تفسیر کښی قرطبی یوولس اقوال ذکرکړی دی - بعضی معانی داسی دی (۱) احسان مه کوه په اللّه تعالٰی باندی په دعوت کولو سره په داسی حال کښی چه ته ئی ډیر گنړی، یعنی داعی د حق دی په اللّه تعالٰی باندی زبادنی نه کوی اوداسی دی هم نه وائي چه ما ډیر کار کړی دی نور بس دی - (۲) احسان مه کوه په مخلوق باندی ددعوت کولو ددی دپاره چه ډیر مال او عزت طلب کوی (۳) هیڅ چا لره په دی اراده مه ورکوه چه دهغه نه په عوض کښی ډیر غواړی (۴) کمزوری مه کوه د کار ددعوت نه په دی وجی سره چه ډیرئی گنړی (۵) مه بس کوه کار ددعوت لره په دی وجی سره چه ډیر ئی گنړی - او سین په تستکثر کښی دپاره دطلب دی یاد پاره دشمارلو او وجدان دی لکه چه ددغه معانو نه ثابته شوه -