اَلْمُدَّثِّر ۴

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ

او جامی خپلی پاکی ساته -

دا ادب د دعوت دی او په دی کښی ډیر اقوال دی د مفسرینو اوله معنیٰ داده چه جامی خپلی د نجاساتو نه پاکی ساته ځکه داعی خو مونځ ضرور کوی او دهغی دپاره طهارت د جامی فرض دی لیکن په عامو اوقاتو کښی هم د مؤمن دپاره پاکی جامی په کاردی - دوهم داچه عمل خپل پاک ساته دشرک او ریاء او سمعت نه - دوهمه توجیه داده چه خپله ذمه پاکه کړه او خپله غاړه خلاصه کړه په دعوت او تبلیغ سره - دریمه توجیه داده چه خپل نفس لره د قبیح اخلاقو نه پاک کړه، څلورمه داده چه خپل زړه د توجه د غیراللّه نه پاک کړه دریمه معنیٰ داده چه جامی خپلی دغیرشرعی طریقی نه پاک ساته یعنی دحرام مال نه جامی مه جوړوه دارنگ د ریښمو جامی مه استعمالوه دارنگ جامه د گیټو نه مه کوزوه که لنگ وی یا پرتوگ قمیص وغیره وی (ددی نه په احادیثو کښی صریح منع کړی شوی ده) څلورمه معنیٰ دا چه دین خپل لره پاک ساته د شرکا او بدعاتو وغیره نه حاصل دادی چه دا الفاظ ددی ټولو معانیو احمتال لری اوپه دی معانیو کښی هیڅ منافات نیشته نوټولو ته شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل