اَلْمُزَّمِّل ۱۱

وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا

او پریږده ما سره د تکذیب والو نه چه ددنیا مزوالا دی مهلت ورکړه دوی لره لږ وخت -

په دی کښی بل ادب دی دداعی دپاره او تسلی ده هغه ته سره د تخویف د منکرینو نه (ذَرْنِي) په دی کښی اشاره ده چه په خپله د بدلی اخستلو اراده مه کوه د اللّه تعالٰی انتقام ته ئی پریږده (أُولِي النَّعْمَةِ) په زور د نون سره مالدارئ او فراخئ د ژوند ته وئیلی شی اوپه زیردنون انعام ته وئیلی شی اوپه پیښ د نون خوشحالئ ته وئیلی شی (وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا) مراد د قلیل نه وخت د نیټی ددوی دی اوژوند دنیا لږ دی او مهلت نه مراد دادی چه عذاب ددوی په تادئ سره مه غواړه د دنیا د نعمتونو او مالونو نه به استدراجاً فائدی واخلی تروخت دعذاب پوری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل