وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا
او صبر کوه په هغه خبرو چه دوی ئی وائي او پریږده دوی په پریخودلو ښائسته سره -
په دی آیت کښی نوردوه آداب د دعوت الی القرآن ذکرکوی اول صبرپه مقابله دسب وشتم او د استهزاء ددوی کښی اوپه دعوت باندی کلک پاتی کیدل او دوهم هجران د منکرینو یعنی ددوی دقرابت او د مالدارئ پرواه نه کول نودارنگ ددوی دسب وشتم دوجی نه دوی ته دعوت نه پریخودل لیکن ددوی دشرک اوبدعاتو او فسق وفجور اجتماعاتو او مجالسونه ځان بچ کول (جَمِيلًا) جمیل (ښائسته) هجران هغه دی چه د اللّه تعالٰی دپاره وی د خواهش نفس د او ددنیوی اغراضو دوجی نه نه وی اودی ته بعض فی اللّه وئیلی شی دارنگ په سورة حجر (۸۵) او سورة مدثر (۵) کښی هم شته -