رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا
رب د مشرق دی او مغرب دی نیشته حق دار د بندگئ سیوا دهغه نه نو اونیسه هغه لره کار جوړؤنکی -
په دی کښی دریم ادب ذکرکوی اودارنگ مقصد د ترتیل دقران ذکرکوی چه هغه توحید دی په رد دشرک فی الربوبیت او فی الالوهیت او فی الوکالت والتصرف سره (وَكِيلًا) هغه ذات چه دټولو اسبابو مسبباتو وغیره اختیاراو تصرف دهغه په لاس کښی دی نوپه هغه باندی په هرکار کښی توکل اوکړئ دا معنیٰ د اتخاذ وکیل ده - د اللّه تعالٰی وکالت د مخلوق د وکالت نه ډیر په فرق سره دی د انسانی وکیل اختیارد مؤکل دطرف نه وی مؤکل چه اوغواړی نو اختیارترینه اخستی شی او انسانی وکیل چه کاراوکړی نو اجرت او عوض غواړی د مؤکل مال خرچ کوی او د اللّه تعالٰی صفت د وکالت ددی حالاتو نه په عکس سره دی -