وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا
او یادوه نوم درب ستا او ځان جدا کړه هغه طرف ته د هرڅه نه ځان جدا کول -
په دی کښی دوه اداب دعوت الی القرآن ذکرکوی اول (وَاذْكُرِ) یعنی مدد د خپل رب نه غواړه او دارنگ په بسم اللّه سره شروع کوه اوهروخت په زړه کښی د اللّه تعالٰی ذکرکوه داد داعی دپاره اول ضروری دی - دوهم ادب (تَبَتَّلْ إِلَيْهِ) دبتل نه ماخوذ دی قطع او پری کولو ته وئیلی شی مراد دلته انقطاع ده دشرک اوریا او سمعت نه او اخلاص دهرعمل دی د اللّه تعالٰی دپاره (سوال) په حدیث کښی د تبتل نه منع کړی شوی ده؟ (جواب) دغه تبتل د نصاریٰ دی یعنی چه دمخلوق نه داسی جدا شی چه هغوی ته دعوت هم نه کوی او دهغوی جماعتونو کښی هم نه حاضریږی او نکاح نه کوی او تلذذات مباحه (جائزخوندونه) په ځان باندی حرام گنړی اودی ته رهبانیت هم وئیلی کیږی نودا تبتل غیردی او قرآن تبتل جدا دی -