اَلْمُزَّمِّل ۷

إِنَّ لَكَ فِي النَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا

یقیناً‌ ستا دپاره په ورځ کښی شغل اوږد دی -

دا علت د پاره د إِلَّا قَلِيلًا یعنی ټوله شپه قیام ددی وجی نه نشی کولی چه ستا دپاره دورځی هم څه ذمه وارئ دی چه د هغی ادا کول ضروری دی (سَبْحًا) گرځیدولو ته وئیلی شی دپاره د حاجت دینیه (لکه چه دعوت دی) او حاجات دنیویه چه تجارت وغیره دی یا سبحاً په معنیٰ دفراغ سره دی یعنی که دشپی څه کار دقیام او قرائت پورنه نه کړی شی نودورځی په څه وخت کښی هغه پوره کړه (طَوِيلًا) دصبا د مونځ نه ترماسپخین بیا د ماسپخین د مونځ نه تر مازیگرپوری بیا د مازیگرمونځ نه ترماښام پوری اوږد وخت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل