إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا
یقیناً پاڅیدل دشپی دا کلک برابروونکی دی د زړه او ښه سیدها کوؤنکی د وینا دی -
دا علت دی د اللَّيْلِ دپاره یعنی دقیام تخصیص په شپه پوری ددی وجی نه دی چه فکراو سوچ ښه برابروی - سیوطی د جاحظ نه نقل کړی دی چه معانی راویستل دقرآن نه دشپی په وخت کښی ښه اثرناکی او پوره موافق وی د حق سره په نسبت دهغی چه د ورځی را ویستلی کیږی -