إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا
یقیناً را لیږو مونږ په تاباندی وینا درنه -
دا علت دی دقُم (وجوب دقیام) دپاره یعنی دروند څیزپورته کولو دپاره قیام (اودریدل) ضروری وی په ناسته او نارستیا باندی کار نه چلیږی (ثَقِيلًا) ثقل په ډیرو وجوهو سره دی اول خوپه نزول کښی چه په سخته یخنئ کښی به په رسول اللّٰه ﷺ باندی خولی راتلی دوهم په عمل کولو کښی دریم په دعوت کولو کښی ځکه چه په دعوت دقرآن کښی قربانی دبدن او دمال او د وخت ضروری ده - څلورم دروندوالی په اعتبار د اکرام او عزت سره پنځم دروندوالی د اجر اوثواب دی په میزان کښی شپږم دروند دی په منافقانو او مشرکانو باندی اووم دروند والی ئی په اعتبار دکثرت د علومو او احکاموسره دی یو عقل ددی ادراک دپاره نه شی کافی کیدلی شربینی وئیلی دی چه لفظ ثقیل دی ټولو معانو ته شامل دی -