إِنَّ لَدَيْنَا أَنْكَالًا وَجَحِيمًا
یقیناً ځمونږ سره شته بیړئ د خپو او اور گرم -
دا تخویف اخروی او ذکردهغه عذاب دی چه هغی ته اشاره ده په ذرنی او مهلهم کښی - دا څلور قسمونه د عذاب دی په مقابله د تنعّم ددنیا کښی - په دنیا کښی ددوی آزادی وه اوپه آخرت کښی انکال دی یعنی په خپو کښی درنی بیړئ پرتی دی چه دهغی د وجی به حرکت نشی کولی او انکال قسمونو د عذاب ته هم وئیلی شی - اوپه دنیا کښی اسباب دیخ والی وؤ اوپه آخرت کښی به جحیم (ډیرگرم اور) وی اوپه دنیا کښی پاکیزه او نرم او ښائسته خواږه خوراکونه، اوپه آخرت کښی داسی خوراکونه چه په مرئ کښی به انخلی، سپور، گرم، تریخ، سخت او گنده چه هغه غسلین رقوم، ضریع وغیره دی - اوپه دنیا کښی فراخه او دخوشحالئ او دنعمتونو ژوند وؤ اوپه آخرت کښی په عذابونه تکلیفونه وی چه زړونو ته دردونه ورکوی -