اَلْجِنّ ۲۷

إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا

لیکن هغه چه غوره ئی کړی دی د رسالت دپاره نویقیناً روان کړی مخی د هغه ته او روستو دهغه نه څوکیداران -

دا په شان د سورة العمران (۱۷۹) دی او دا استثناء‌ منقطع ده ځکه چه رسولانو ته کوم علم ورکړی شوی دی نو هغه په سبب دوحی سره دی او هغی ته غیب حقیقی نشی وئیلی کیدی - نو د انبیاء علیهم السلام هغی ته علم غیب نشی وئیل کیدی دا رنگ کشف دولی چه په پوهه او الهام سره ده نو هغه هم په سبب سره ده هغی ته هم علم غیب نه وئیلی کیږی ځکه چه علم یقین ته وئیلی شی او کشف او الهام سره یقین نه حاصلیږی او غیب ورته هم نه وئیلی کیږی دا رنگ د کاهنانواو نجومیانو دخبرونو دپاره شیطانی اسباب دی او اوصاف او حرکات دستورودی نوداهم علم نه دی ځکه چه علم یقین ته وئیلی کیږی او دا امور ظنیه دی اودی ته غیب هم نشی وئیلی کیدلی ځکه هغه د اسبابو په وجه سره وی - نوڅوک چه په علم د انبیاء علیهم السلام باندی یاپه خبرونو د اولیاء یا د کاهنانو نجومیانو باندی دعلم اطلاق کوی نو دی د شریعت د اصطلاحاتو نه جاهل دی او که د هغوی علم د علم د اللّه تعالٰی سره بالکل مشابه گنړی او صرف په ذاتی او عطائی سره ئی فرق کوی نودا صریح شرک دی (فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ) په دی کښی جواب د سوال دی سوال دادی چه هرکله نبی علم غیب نه لری نوبیا دهغه څه کمال دی؟ او دارنگ دهغه د وحی حفاظت څه رنگ کیدی شی؟ نوپه دی جمله کښی جواب اوکړی شو چه کمال ئی دادی چه اللّه تعالٰی هرنبی لره او دهغی وحی لره حفاظت کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل