لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا
ددی دپاره چه پوهه شئ چه یقیناً رَسَوَلی دی دوی پیغامونه د رب خپل او راگیر کړی دی هغه چه ددوی سره دی او شمارلی دی هرڅیز په پوره شمارلو سره -
په دی کښی فائده د حفاظت ذکرکوی (لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا) په دی کښی ډیر توجیهات دی اول داچه لیعلم ضمیر نبی ﷺ ته راجع دی او ابلغوا ضمیر رسولانو ته راجع دی او ددی نه مخکښی عبارت کښی تقدیر دادی (اخبرناه بحفظ الوحی) خبرورکړو مونږ دی نبی ﷺ ته په حفاظت د وحی سره دپاره ددی چه یقین اوکړی - دوهمه توجیه داده چه لیعلم ضمیر نبی ﷺ او قد ابلغو ضمیر ملائکوته راجع دی - دریمه توجیه داده چه ضمیر د لیعلم اللّه تعالٰی ته راجع دی او مراد ترینه علم اظهار او تمیز دی او ابلغوا ضمیر راجع دی ټولو رسولانو ته (وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا) په دی کښی زیات تعمیم دی په نسبت د اولی جملی سره ځکه چه کل شی ءٍ شامل دی ذراتو د اوچی او دریابونو ته او څاڅکو دبارانونو ته او دا صریح دی چه علم د اللّه تعالٰی په جمیع ماکان ما یکون باندی ازلاً دی او داصفت هیڅ نبی او برزگ او کاهن وغیره لره نیشته -