عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا
هغه عالم دی په ټولو پټو خبرونو پس نه ورکوی خبرد خپلو غیبو هیچ چاته -
(عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى) په دی کښی نفی د علم غیب ده د ماسِویٰ اللّه نه او أَحَدًا نکره په سیاق د نفی کښی ده عام ده پیغمبرانو، اولیاؤ، کاهنانو، نجومیانو ټولو ته (غَيْبِهِ) اضافت دپاره د تخصیص دی او غیب د اللّه تعالٰی غیب حقیقی دی یعنی چه د هغی د حصول دپاره هیڅ سبب نیشته - حواس، عقل او وحی اوبی اسبابو علم صرف د اللّه تعالٰی دی اود مخلوق دعلم دپاره به یو ددی دری اسبابونه ضرور موجود وی -