اَلْجِنّ ۲۵

قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا

ته اوایه نه پوهیږم زه آیا نزدی دی هغه چه تاسو سره وعده کیدی شی یابه ورکوی هغی له رب ځما لری والی -

دا جواب د سوال مقدر دی د مشرکینو چه د ذکر د مایوعدون نه روستو دوی وائي متیٰ هذا الوعد ان کنتم صادقین، حاصل دجواب دی په نفی د علم غیب سره د نبی ﷺ نه یعنی راتلل د عذاب یقینی دی اگرچه په نزدیکت او لری والی باندی مونږ ته علم نیشته نو دهغی نه ویره ضرورپه کار ده - (سوال) په حدیث صحیح سره ثابت دی چه نبی ﷺ فرمائیلی دی (بعثت انا و الساعة کهاتین) یعنی نبی ﷺ سبّحه (مسواکه) او مینځنی گوتی دواړه یو ځای کړی اوفرمائیل ئی چه قیامت ځما بعثت پسی داسی قریب دی لکه چه سبحه گوته په دنگ والی کښی مینځنی گوتی ته نزدی ده نو نزدیکت خوورته معلوم وؤ؟ (جواب) مراد په آیت کښی مقدار معیّنه دقرب دی یعنی مثلاً سل کاله یا زرکاله نو دا خو ورته معلوم نه وؤ خوصرف قرب ورته معلوم وؤ لکه په سورة احزاب (۶۳) او سورة شوریٰ (۱۷) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل