اَلْجِنّ ۲۴

حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا

ترهغی پوری چه کله اووینی هغه (عذاب) چه دوی سره ئی وعده کیدی شی نو زرده چه پوهه به شی چه څوک دی کمزوری امدادی او کم (لږ) شماری والا -

(مَنْ أَضْعَفُ) یعنی په دنیا کښی کافران په خپل دنیوی قوتونو اوپه الٰهو باطلو او په کثرت د افرادو باندی فخر کوی لیکن په وخت د عذاب کښی به ددوی کمزوری اوکموالی ښکاره شی، او هرچه حق پرست خلق وی نوهغوی ځان کمزوری گنړی اوپه ډیروالی باندی فخرنه کوی او د نصرت د اللّه تعالٰی امیدونه ساتی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل