وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا
(اودا وحی ده) چه هرکله اودریدلو بنده د اللّه تعالٰی چه بلنه ئی کوله د هغه نو نزدی وی خلق چه شی په هغه باندی را پنډ -
ددی آیت په تفسیر کښی د مفسرینو مختلف اقوال دی - اول قول دا څلورمه وحی ده معطوف دی په اول د سورة باندی او عبد اللّه نه مراد محمد ﷺ دی (يَدْعُوهُ) په معنیٰ دعبادت دی یعنی مونځ کول او قرآن لوستل مراد دی (كَادُوا) مراد ددی نه حالت دپیریانو دی چه په نبی ﷺ باندی دقرآن لوستلو یا دمونځ کولو په وخت په گنړه سره را پنډ کیدل دپاره د آوریدلو د مینی محبت د وجی نه - دوهم قول دادی چه عَبْدُ اللَّهِ نه مراد نبی ﷺ اوهر مؤحد دعوت کوؤنکی دی توحید ته په هره زمانه کښی او (يَدْعُوهُ) نه مراد دعوت الی اللّه دی او (كَادُوا) نه مراد هغه انسانان مخالفت کوؤنکی دی چه دهغه مقابله کولو او بی عزته کولو او دمنع کولو دپاره په هغه باندی را پنډیږی -