قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا
ته اوایه یقیناً زه بلنه کوم د رب ځما او نه شریکوؤم دهغه سره هیڅ څوک -
دا هم امور وحییه دی په امرد اللّه تعالٰی سره نبی ﷺ ته - یعنی که چیری داخلق مخالفت کوی نو ته ورته حقیقت حال بیان کړه - په دی کښی رد دشرک فی الدعاء دی او رد د شرک فی الدعاء مستلزم دی رد د شرک په ټولو عباداتو کښی ځکه چه الدعا هوالعبادة (الحدیث) (وَلَا أُشْرِكُ) دا لفظ صریح دلالت کوی چه دعا د غیراللّه نه غوښتل شرک دی (قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ) دا هم وحی ده اوپه دی کښی علت دی د ماقبل دپاره چه شریک فی الدعا ځکه نیشته چه شریک فی التصرف نیشته اوپه دی کښی رد د شرک فی التصرف دی د نبی ﷺ نه (ضَرًّا وَلَا رَشَدًا) دا الفاظ عام دی شامل دی هر خیر اوشرته که بدنی وی اوکه مالی وی دنیوی او که دینی وی او داسی په سورة اعراف (۱۸۸) او سورة یونس (۴۹) کښی هم تیرشوی دی لیکن هلته نفی د مِلک وه د خپل ځان دپاره او دلته نفی د مِلک ده دبل چا دپاره -