وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا
(اوداوحی ده) چه یقیناً ځایونه د سجدی خاص اللّه تعالٰی لره دی نو مه بلئ د اللّه تعالٰی سره بل څوک (مددگار) -
(الْمَسَاجِدَ) دا لفظ شامل دی مسجدونو ته او اندامونه د سجده لگولو ته او عام ځایونه د سجدی کولو ته او دا اقوال مفسرینوی نقل کړی دی اودری مساجد خاصو ته هم شامل دی - مسجد حرام، مسجد نبوی او مسجد اقصیٰ (لِلَّهِ) دا نسبت د اللّه تعالٰی شریفاً او اکراماً دی ددی وجی نه چه په هغی کښی ملکیت د غیر نه نه وی بلکه وقف وی اوپه هغه کښی به صرف د اللّه تعالٰی ذکرکیږی او په دی وجی سره مسجد ته د اللّه تعالٰی کور وئیلی کیږی (فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) ابن کثیروئیلی دی چه په دی کښی رد دی په یهود او نصاریٰ باندی چه هغوی په خپلو عبادت خانو کښی شرک کوی اوپه دی کښی رد د شرک فی الدعا هم دی اومراد ترینه عام دی په طریقه د ذکر دخاص، او مراد ترینه عام دی یعنی په مسجد کښی رکوع او سجده او بلنه کول غیراللّه ته او ذکردنوم د غیراللّه په طریقه د تعظیم سره دا ټول حرام دی - اودا حرمت عام دی لیکن تخصیص د مساجدو دمزید قباحت دوجی نه دی اوپه دی زمانه کښی جاهلانو ډیرشرکی عملونه په مساجدو کښی شروع کړی دی، څوک مونځ په مسجد کښی د اولیاؤ دپاره کوی څوک په مسجد کښی وظیفه د یارسول اللّه او وظیفه د یا شیخ عبدالقادر شیئاً لِلّه کوی څوک د مسجد په محراب او دیوالونو باندی یا محمد یا غوث اعظم لیکی دا ټول دشرک اعمال دی اوددی آیت نه صریح مخالفت کول دی اوقرطبی ذکرکړی دی چه په دی کښی اشاره ده چه په مسجد کښی تجارت مه کوئ او د ورک شوی څیزونو د طلب دپاره آوازونه مه کوئ دنیوی مجلسونه په کښی مه کوئ - هان په مسجد کی درس ددینی کتابونو، قضا کول، قیدیان بندول او دینی شعرونه وئیل جائزدی په سبب دهغه احادیثو سره چه ددی په جواز باندی دلالت کوی -