اَلْجِنّ ۱۱

وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا

او یقیناً بعضی ځمونږ نه نیکان دی او بعضی ددی نه سیوا دی وؤ مونږه ډلی مختلفو لارو والا -

دا هم بیان د حال د پیریانو دی وړاندی دقرآن آوریدلو نه یعنی دوی ټول کافران نه وؤ بلکه د انسانانو په شان په دوی کښی هم ډیری ډلی وی څوک مسلمانان څوک یهودیان څوک نصاریٰ څوک مجوسیان، او حسن بصری نه نقل دی چه په دوی کښی قدریه، مرجئه، خوارج، روافض، شیعه گان، سنیان وغیره ټول شته (وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ) صالحون نه مراد مؤمنان او دُونَ نه مراد کافران مشرکان دی یا صَّالِحُونَ، نه مراد مؤمنان او دُونَ نه مراد فاسقان دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل