وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ نُعْجِزَ اللَّهَ فِي الْأَرْضِ وَلَنْ نُعْجِزَهُ هَرَبًا
اویقیناً راغی مونږ ته چه هیچ چیری نه شو عاجز کولی اللّه تعالٰی لره په ځمکه کښی او نه شو عاجز کولی هغه لره په تیخته سره -
دا حال ددی روستو د استماع د قرآن نه دی یا ذکر دحال د مؤمنانو دهغوی دی مخکښی د آوریدلو د قرآن نه ځکه چه بعضو ددوی ایمان په تورات باندی راوړی وو لکه چه سورة احقاف (۳۰) کښی تیرشوی دی (ظَنَنَّا) لفظ د ظن مشترک دی کله د شک په معنیٰ وی کله د گمان په معنیٰ سره وی او کله دعلم او یقین په معنیٰ سره وی دلته روستنئ معنیٰ مراد ده یعنی په دلیلونو او فکرکولو سره یا د تورات په آیاتونو باندی د ایمان د وجی سره یا دقرآن په آوریدلو سره مونږ ته یقین حاصل شوی دی چه مونږ عاجز یو ا وقادر صرف اللّه تعالٰی دی (هَرَبًا) نه مراد تیخته کول دی آسمان ته نود فِي الْأَرْضِ سره به ئی مقابله صحیح شی یاد فی الارض نه مراد په ځای باندی اوسیدل دی او د هرب نه مراد په ځمکه کښی منډی وهل دی نو مقابله صحیح ده یعنی په هیڅ حالت کښی د اللّه تعالٰی دقدرت نه نشی بهر کیدلی -