اَلْجِنّ ۱۰

وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا

اویقیناً‌ مونږنه پوهیدلو آیا د بدئ اراده کړی شوی ده چه هغه چاچه په ځمکه کښی دی یا اراده کړی ده په دوی رب ددوی په حق راوستلو (دهدایت) -

شرنه مراد عذاب دی او رشداً نه مراد رسول رالیږل دی یعنی د آسمانونو جنات منع کولو کښی یو ددی دوه خبرونه وه یا دشر نه مراد کفرکول دی د خلقو او رشد نه مراد ایمان راوړل دی یعنی په رالیږلو د رسول کښی کفرکول دی دمنکرینو یا ایمان راوړل دی د مؤمنانو - (لَا نَدْرِي) دلیل دی چه جنات په غیبوباندی نه پوهیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل