وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا
اویقیناً دوی گمان کوؤ لکه چه گمان کوئ تاسو چه هیچ چیری به دوباره ژوندی نه کړی اللّه تعالٰی هیچ چا لره -
دا هم قول دجناتو دی (أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا) مراد ددی نه بعث بعدالموت دی یا مراد ددی نه بعثت د رسول دی یعنی د بعث بعدالموت او د بعث درسول نه دواړه ډلی په خپل گمان سره منکر دی لیکن په قرآن آوریدلو سره معلومه شوه چه دا ظن ددواړو باطل دی -