وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا
اویقیناً اولټول مونږ خبرونه د آسمان نو اموندلو مونږ هغه چه ډک کړی شوی وؤ د څوکیدارانو سختو نه او شغلونه -
دا هم اقوال دپیریانو دی دری جملی دی په اوله کښی ذکر دحال دی په وخت د نزول دقرآن کښی او په دوهمه کښی حال ددوی دی مخکښی دنزول دقرآن نه او دریمه جمله متعلق ده د اولی جملی سره - (مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ) یعنی مخکښی د نزول دقرآن نه سرکش پیریان به د ملائکو دخبرو د آوریدلو دپاره په اسمان کښی یا د آسمان دلاندی په ډیرو ځایونو کښی کیناستل او د ملائکو به ئی د راتلونکی وخت څه خبری آوریدلی (دباران طوفان زلزلی وغیره په باره کښی) او نور به ئی ورسره د ځان نه دروغ جوړ کړل او هغه به ئی به په ځمکه کښی د کاهنانو غوږونو ته رارسول نوخلقو به گمان کوؤ چه دا کاهنان په غیبو باندی پوهیږی - لیکن دقرآن د نزول په وخت کښی په ذریعه د ملائکو (څوکیدارانو) سره د قرآن حفاظت اوکړی شو دپاره ددی چه دقرآن کریم په صدق کښی التباس رانشی -
فائده: اهل علمو اختلاف دی چه مخکښی د نزول دقرآن نه څوکیداران د شیاطینو ویشتلو دپاره وؤ اوکه نه وؤ یوقول دادی چه بالکل نه وؤ لیکن غوره قول دادی چه مخکښی هم داسی حال وؤ لیکن لږ وؤ په وخت دنزول د قرآن کښی ډیر شول لکه چه لفظ د مُلِئَتْ په دی باندی دلالت کوی -