اَلْجِنّ ۶

وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا

او یقیناً‌ وؤ سړی د انسانانو نه چه پناهی ئی غوښتله په سړو د پیریانونه نو زیاتی کړه دوی هغوی لره سرکشی -

په دی کښی رد دی په شرک فی الاستعاذه باندی چه د اسبب د (رهق) دی - یعنی په جاهلیت کښی به بعضو انسانانو په صحراء‌ کښی سفر کوؤ نو پیریانو به په دوی باندی لوبی کولی او ویره ول به ئی (ځکه چه ددوی سره ذکر د اللّه تعالٰی او صحیح دین او کتاب اللّه نه وؤ اودا دفع کوؤنکی د جنَّاتو دی) نو ددوی عقیده وه چه د هر صحرا یو ذمه دار (پیری) دی او هغه مسافرو ته پناهی او امن ورکولی شی نودوی به وئیل (اعُوُذُ بِسَیِّدِ هٰذَا اَلوَادِیْ مِنْ سُفَهَآءِ قَوْمِهِ) نو هغه مشربه کشرانو لره دهغه انسان د ضرر ورکولو نه منع کړلو نوده په امن سره شپه تیره کړله اوکله به دغه پیری دوی ته صحیح لار خودله او ورک شوی څیزونه به ئی ورته واپس کول نودانسانانو عقیده پخه شوه چه دغه جن متصرف او اختیارمند دی نودهغه په نوم باندی به ئی نذرانی هم ورکولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل