وَأَنَّهُ تَعَالَى جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا
او یقیناً اوچت دی شان د رب ځمونږ نه ئی ده نیولی ملگری او نه بچی -
(جَدُّ رَبِّنَا) جد په معنیٰ د عظمت او غِنا او قدرت او نعمتونه او بادشاهئ ټولو سره دلته صحیح دی (مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) دا رجوع د جناتو ده د مخکښی باطلو عقیدو نه ځکه د بعضی جناتو عقیده وه چه اللّه تعالٰی د سردارانو دپیریانو د لونړو سره نکاح کړی دی لکه چه بعضی مفسرینو په تفسیرد سورة صافات (۱۵۸) کښی لیکلی دی او بعضو عقیده ساتله چه د اللّه تعالٰی دپاره ولد شته په ولد حقیقی او ولد حکمی سره -