وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا
او یقیناً وؤ چه وئیل به ئی کم عقلو ځمونږ نه په اللّه تعالٰی باندی نا حقی خبری -
(سَفِيهُنَا) مراد ددی نه هر هغه کافر او مشرک دی چه اللّه تعالٰی لره شریک او ولد او صاحبه گنړی اونور خلقو ته ددی دعوت ورکوی (شَطَطًا) په اصل کښی بُعد (لری والی) ته وئیلی کیږی نو کومه خبره چه دصدق او عدل نه لری وی هغی ته شطط وئیلی کیږی نوعدوان او دروغ او ظلم د حد نه تیریدلو ته شامل دی لکه چه سورة کهف (۱۴) کښی دی او مراد شطط نه په دی ځای کښی نسبت د شریک او ولد او صاحبه دی اللّه تعالٰی ته - اودا آیت دلالت کوی چه دقرآن کریم په علم سره د مخلوق حقیقت معلومیږی چه سفیه دی اوکه رشید دی -