اَلْجِنّ ۲

يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا

هدایت کوی حق ته نوایمان راوړی دی مونږ په دی (قرآن) باندی او هیچ چیری به شریک نه جوړوؤ د رب خپل سره هیڅ څوک -

دا تفسیر د عَجَبًا دی یعنی عجیبه والی د دروغو او گمراهئ د وجی نه نه دی لکه چه مشرکینو گمان کړی دی بلکه دهدایت او د ارشاد د وجی نه دی (وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا) اشاره ده چه دا جنات ددی نه مخکښی مشرکان وؤ په شرک فی الربوبیة (اطاعة ابلیس) او شرک فی الالوهیة سره - اودا دلیل دی چه دقرآن کریم د هدایت خلاصه رد دشرکیاتو دی او څوک چه قرآن لولی لفظاً او معنًی اوبیا هم شرک کښی مبتلاء وی نو معلومیږی چه دوی دقرآن په مقصد باندی نه پوهیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل