مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْصَارًا
دوجی د گناهونو ددوی نه دوی غرق کړی شول نو داخل کړی شو اورته نو دوی به اونه مومی ځان دپاره سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران -
په دی کښی دهغه قوم عذاب دنیوی او اخروی ذکرکوی سره دسبب نه چه هغه خطیئات د هغوی دی اشاره ده چه سبب دعذاب صرف دعاء شرنه وه بلکه سبب اصل ددوی گناهونه وؤ، او خطیئات ددوی مخکښی آیاتونو کښی ذکرشول لکه عَصَوُا ، وَاتَّبَعُوا ، وَمَكَرُوا ، وَقَالُوا ، أَضَلُّوا ، اولویه خطیهٔ شرک وؤ (فَأُدْخِلُوا نَارًا) قرطبی نقل کړی دی چه دا عذاب قبرته اشاره ده لکه چه په باره دفرعونیانو کښی سورة غافر (۴۶) کښی دی یا مراد د ناراً هغه دی چه په بحر کښی دی لکه چه حدیث کښی ذکردی (تحت البحر نارٌ) (مِنْ دُونِ اللَّهِ) اشاره ده چه ددوی پنځه بزرگانو کښی هیڅ یو تن ددوی امداد اونه کړی شو لکه چه سورة احقاف (۲۸) کښی ذکر دی -