وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا
او یقیناً گمراه کړل دوی ډیر خلق اونه زیاتوی ظالمانو لره مگر گمراهی -
(كَثِيرًا) دهغه زمانی او د روستو رمانو په عرب او عجم کښی چه شرک جاری دی نوددی گمراهئ بنیاد قوم د نوح علیه السلام کیخودلی دی اوپه هغوی باندی ددی گناه حصه ده په دلیل د حدیث (مَنْ سَنَّ سُنَّةً سَیِّئَةٍ فَعَلَیْهِ وِزْرُهَا وَ وِزْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا لَا یُنْقَصُ مِنْ وِزْرِهِ شَیْءً) - (وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا) دا دعاءِ شر ده په هغه قوم باندی روستو ددی نه چه نوح علیه السلام لره خبر ورکړی شو چه داخلق ایمان نه راوړی لکه چه په سورة هود (۳۶) کښی ذکردی (إِلَّا ضَلَالًا) په معنیٰ مشهوری سره مراد دی لکه چه په ایمان کښی زیادت راځی نودارنگ په گمراهئ او کفرکښی هم زیاتی راځی یا مراد ددی نه خسران دی -