نُوْح ۲۳

وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا

او دوی اوئیل مه پریږدئ معبودان خپل او مه پریږدئ ود او سواع او یغوث او یعوق او نسر لره -

په دی کی اشاره ده چه په دوی کښی شرک فی الالوهیة موجود وؤ او دا تفسیر د مکر دهغوی دی (آلِهَتَكُمْ) په دی کښی اشاره ده سیوا د اللّه تعالٰی نه ددوی ډیر معبودان وؤ لیکن ددغه پنځو تخصیص ئی په دی وجی سره اوکړو چه هغه دوی په عقیده کښی د نورو نه لوی شان والا وؤ اودا تخصیص بعدالتعمیم دی لکه چه ددی وخت په جاهلانو کښی عقیده ده چه ډیرو اولیاؤ د قبرونو عبادتونه کوئ لیکن لوی غوث او لوی بابا په کښی شیخ عبدالقادر جیلانی رحمه اللّه گنړئ اود جهل دوجی نه دقوم نوح په شان په شرک کښی اخته شوی دی -
فائده: ابوبکر بقاعی وئیلی دی چه دا صورتونه د نیکانو سړو وؤ لیکن هغه مشرکانو ددوی تصوریرونه د دوی د صفتونو د وجی نه مختلف جوړ کړی وؤ یعنی (وَدًّا) (ود) په رجولیت (سړی توب) کښی کامل وؤ نو دوی دهغه شکل د سړی په شان جوړ کړی وؤ - او (سُوَاعًا) زنانه وه ډیر عبادت کوؤنکی نو دوی دهغی بت د ښځی په شکل جوړ کړی وؤ اود رجال اطلاق ورباندی تغلیباً کړی شوی دی او (يَغُوثَ) ډیر بهادر شجاع وؤ نو دوی دهغه تصویر په شکل د ازمری (اسد) سره جوړ کړی وؤ - او (يَعُوقَ) ډیرقوی او نیکو کارونو کښی سبقت کوؤنکی وؤ دهغه شکل ئی د آس په شان جوړکړی وؤ او (نَسْرًا) د بدن نه غټ او ډیر عمر والا وؤ نو دوی دهغه شکل دلوی مارغه (گنجی ټپوس) په شان جوړ کړی وؤ - نوددی بیان نه معلومه شوه چه دهغه قول چه دا نومونه د نیکانو سړو دی اوبل د واقدی په روایت سره چه ددوی دغه مختلف شکلونه وؤ نو دواړو قولونو کښی تعارض نیشته دی -
فائده ۲: ددی صفتونو او معانو په لحاظ سره دغه مشرکانو په هغوی پوری د جدا جدا حاجت پوره کولو عقیده لرله - (وَد) مظهر دمحبت وؤ یعنی ددوه کسانو په مینځ کښی د مینی محبت پیداکولو ذمه دارئی گنړلو - (سُوَاع) مظهر دثبات (کلکول) او قیومت ئی گنړلو چه هغی ته د تصوف په اصطلاح کښی قطب هم وئیلی شی یعنی ددنیا نظام هغه چلوی - (يَغُوث) مظهر دفریاد رسئ وؤ چه هغه ته د تصوف په اصطلاح کښی غوث وئیلی کیږی - (يَعُوق) مظهر د دفع د مصیبتونو وؤ او هغه ته دافع البلاء وئیلی شی (نَسر) مظهر د اوږدوالی د عمر وؤ یعنی چه هغه د عمر د اوگدولو اوپه هغی کښی دبرکت اچولو ذمه دار دی -
فائده ۳: امام بخاری وئیلی دی چه دا نومونه د نیکانو بزرگانو وؤ په قوم د نوح علیه السلام کښی هرکله چه هغوی مړه شول نو شیطان دغه قوم ته وسوسه اوکړه چه دا بزرگان کومو ځایونو کښی اوسیدل په هغی کښی گټی (دنخی په طورسره) اودروئ او دغه نومونه ورله کیدی نو هغه خلقو داسی اوکړل بیا هرکله چه ډیره زمانه تیره شوه او نورخلق پیدا شول او جهل زیات شو نو دغه خلقو دهغوی عبادتونه شروع کړل او ابن کثیر دابن حاتم په روایت سره ذکرکړی دی دهغی حاصل دادی چه خلق د محبت وجی نه اول د ود په قبرباندی راجمع کیدل بیا شیطان ورله دهغه تصویر جوړکړو دپاره دیاداشت بیا څه زمانه روستو د هغه تصویر عبادت شروع کړی شو دارنگ دټولو حال دغسی وؤ نو معلومه شوه چه شرک اول د محبت د قبرونو د اولیاؤ نه شروع شوی دی بیا دتصویرونو اود بتانو عبادت شروع شو ددی وجی نه په ابتداء‌ د اسلام کښی نبی ﷺ دزیارت د قبرونو نه نهی کړی وه ددی دپاره چه دشرک دپاره سبب جوړ نشی بیا چه صحابه کرام په توحید کښی پاخه شول نو د زیارت قبور اجازت ئی ورکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل