وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا
او چلونه اوکړل دوی چلونه لوئ -
ضمیر د (مَكَرُوا) دغه گمراهانو مشرانو ته راجع دی او مراد د مکرنه دعوت ورکول دی کفر او شرک ته په تلبیس او تحریف او شبهاتو سره او په شپه او په ورځ کښی لکه چه سورة سبا (۳۳) کښی ذکرده -