قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا
اوئیل نوح علیه السلام ای ربه ځما یقیناً دوی نافرمانی کوی ځما او تابعداری کړی ده دوی دهغه چاچه نه زیاتوی هغه لره مال دهغه او اولاد د هغه مگر تاوان -
په دی آیت کښی مخالفت د قوم په پنځو طریقو سره ذکرکوی او هغه دعوت ورکول دی ددوی شرک ته او خپل اولاد گمراه کول دی (عَصَوْنِي) عصیان شامل دی هغه اوامرو ته چه ذکر وو په (۳) او (۱۰) کښی (وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ) اشاره ده چه دده په قوم کښی دوه قسمه خلق وؤ یو قسم غټان (مَلَاءَ) چه خلق به ئی خپل تقلید ته رابلل هغوی ډیر ضدیان او عنادیان وؤ دهغوی حال په (۷) کښی ذکرشو - دوهم قسم د هغوی تابعداران مقلدان وؤ چه هغوی دلیل ته نه وؤ کتلی ځکه چه د مشرانوسره ئی دلیل نه وؤ بلکه دهغوی مالدارئ او ډلی ته ئی کتل چه دا سبب د حق پرستئ دی او حال داچه هغه مال او اولاد د هغوی سبب دخسران وؤ په طریقه د استدراج سره نوپه دی آیت کښی اشاره ده چه په دوی کښی شرک فی التشریع و الحکم موجود وؤ -